|
امام مهدی عليه السلام په يو نظر
|
امام مهدی عليه السلام په يو نظر
د شيعه ؤ آخري امام او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم آخري خليفه او د اسلام دولسم آسماني لار ښود حضرت حجۃ بن حسن العسکري د 255 هجري سپوږميز کال د شعبان په پنځلسمې نيټې د جمعې په ورځ سهار مهال (وخت) (868 ږيږيدو نيټه) د عراق په يو ښار سامراء کښې دنيا ته راغے. . د هغۀ قدرمن پلار، د مؤمنانو يولسم پيشوا حضرت امام حسن عسکری عليه السلام او مور بي بي يې يوه قدرمنه ښځه وه چې نوم يې (نرجس) ؤ ـ د هغې بي بي د اصل نسل په حقله بيلا بيل روايتونه ذکر شوي دي چې د يو روايت په مطابق دا بي بي د روم د باچا زوې (يشوع) لور او مور يې د حضرت عيسی عليه السلام يو حواري (ملګري) شمعون له نسله ده د هم دې روايت په مطابق بي بي نرجس يو عجيبه خوب وليد او مسلمانه شوه او د امام حسن عسکری عليه السلام په ښودنې سره هغې بي بي خپل ځان د روم په فوځيانوکښې ګډکړو ـ هغه د روم فوځيان کوم چې مسلمانانو سره جنګ ته روان وو ـ او کله چې جنګ وشو. نو څه نورو کسانو سره دا بي بي هم مسلمانانو اسيره کړه ـ امام هادي عليه السلام يو کس واستول او دا بي بي يې واخسته او سامراء (چې د عراق يو ښار دے) ته يې راوسته.[1] نور روايتونه او حديثونه هم نقل شوي دي.[2] خو هغه څه چې اهميت لري او دپاملرنې وړ دے دا دے چې حضرت بي بي نرجس څه موده د امام هادی عليه السلام خور بي بي حکيمه په کور کښې وه چې هغه د امامت د کورنۍ يوه لويه ميرمَن ده. دې بي بي د تعليم او روزنې ذمه يې ترسره کړه ـ او دغه بي بي نرجس دومره فضيلت لري ؛ چې بي بي حکيمه ورته د خپل ځان او خپل کورني سرداره وايي. او بي بي نرجس دومره به يې ډير درناوي کولو ـ حضرت نرجس هغه بي بي ده چې څو سوا کاله مخکښې يې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم وسلم[3]، اميرالمؤمنين حضرت امام علي عليه السلام[4] او حضرت امام صادق عليه السلام [5]په خبرو کښې ستايل شوې ده. او داسې يې فرمايلي دي چې دا بي بي (نرجس) يوه ښه ميرمن او يوه ډيره ښه سرداره ده.دا خبره هم د ذکر وړ دے چې د دولسم امام مور بي بي نور نومونه هم ذکر شوي دي لکه سوسن، ريحانه، مليکه او صيقل .
نويسنده:محمدرضا ربیعی نژاد |
چهارشنبه بیست و چهارم تیر 1388
|
|