تبليغاتX
اولین وبلاگ 26 زبانه در دنیا(مهدویت)

فارسی
عربی
English
Spanish
Italiano
Azəri
Hausa
ไทย
swahili
O`zbek
thailand
Русский
deutch
Turkish
Francias
اردو
پشتو
کوردی
हिन्दी
日本
Српски
Українська
Slovenský
Român
한국어
بسم الله الرحمن الرحیم..........---توجه توجه بخش بانک سخنرانی مهدویت در تاریخ 11تیر افتتاح شد.با کمک خدا ویاری امام زمان بخش فرهنگنامه مهدویت وسروده های مذهبی افتتاح شد و همچنین زبان های این وبلاگ از 20 زبان به 26 زبان گسترش پیداکرد-----بخش گالری تصاویر درحال ساخت می باشد
    امام مهدی عليه السلام په يو نظر

امام مهدی عليه السلام په يو نظر

د شيعه ؤ آخري امام او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  آخري خليفه او د اسلام دولسم آسماني لار ښود حضرت حجۃ بن حسن العسکري د 255 هجري سپوږميز کال د شعبان په پنځلسمې نيټې د جمعې په ورځ سهار مهال (وخت) (868  ږيږيدو نيټه) د عراق په يو ښار سامراء کښې دنيا ته راغے. .

د هغۀ قدرمن پلار، د مؤمنانو يولسم پيشوا  حضرت امام حسن عسکری عليه السلام او مور بي بي يې يوه قدرمنه ښځه وه چې نوم يې (نرجس) ؤ ـ

د هغې بي بي د اصل نسل په حقله بيلا بيل روايتونه ذکر شوي دي چې د يو روايت په مطابق دا بي بي د روم د باچا زوې (يشوع) لور او مور يې د حضرت عيسی عليه السلام  يو حواري (ملګري) شمعون له نسله ده د هم دې روايت په مطابق بي بي نرجس يو عجيبه خوب وليد او مسلمانه شوه او د امام حسن عسکری عليه السلام په ښودنې سره هغې بي بي خپل ځان د روم په فوځيانوکښې ګډکړو ـ هغه د روم فوځيان کوم چې  مسلمانانو سره جنګ ته روان وو ـ او کله چې جنګ وشو. نو څه نورو کسانو سره دا بي بي هم مسلمانانو اسيره کړه ـ

امام هادي عليه السلام يو کس واستول او دا بي بي يې واخسته او سامراء (چې د عراق يو ښار دے) ته يې راوسته.[1]

نور روايتونه او حديثونه هم نقل شوي دي.[2] خو هغه څه چې اهميت لري او دپاملرنې وړ دے دا دے چې حضرت بي بي نرجس څه موده د امام هادی عليه السلام خور بي بي حکيمه په کور کښې وه چې هغه د امامت د کورنۍ يوه لويه ميرمَن ده. دې بي بي د تعليم او روزنې ذمه يې ترسره کړه ـ او دغه بي بي نرجس دومره فضيلت لري ؛ چې بي بي حکيمه ورته د خپل ځان او خپل کورني سرداره وايي. او بي بي نرجس دومره به يې ډير درناوي کولو ـ حضرت نرجس هغه بي بي ده چې څو سوا کاله مخکښې يې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  وسلم[3]، اميرالمؤمنين حضرت امام علي عليه السلام[4] او حضرت امام صادق عليه السلام [5]په خبرو کښې ستايل شوې ده. او داسې يې فرمايلي دي چې دا بي بي (نرجس) يوه ښه ميرمن او يوه ډيره ښه سرداره ده.دا خبره هم د ذکر وړ دے چې د دولسم امام مور بي بي نور نومونه هم ذکر شوي دي لکه سوسن، ريحانه، مليکه او صيقل .

 

نويسنده:محمدرضا ربیعی نژاد |  چهارشنبه بیست و چهارم تیر 1388
موضوع: پشتو | لينک ثابت |

    ظــــــــــــهـــــــــــور

کله چې د ظهور خبره منځته راځی نو د دلچسپۍ احساس په سړی کې رابېداريږی او داسې ورته لګی چې په يو تک شين باغ کې د يو روان نهر په غاړه ناست دے او د بلبلو خوږ چغار ته يې غوږ نيولے دے. بې شکه چې د ښکلاؤ څرګندېدنه او د خوبيو خپرېدنه د ستړيو روح او بدن ته يوه خوشحالی ورکوی او د هيله منو په سترګو کې د خوشحالۍ ډيوې بلوی.

 په دې برخه کې به د امام مهدی (عليه السلام) د ظهور او د هغۀ څه په هکله چې د هغه حضرت (عليه السلام) .....

 

نويسنده:محمدرضا ربیعی نژاد |  جمعه هجدهم بهمن 1387 ادامه مطلب
موضوع: پشتو | لينک ثابت |

    د ظهور او څرګنديدو نخښې اود ظهور وخت ټاکل

لکه څنګه مو چې وويل د امام مهدي (عج) د څلورم خاص نائب ابو الحسن سمري له وفاته وروسته د لويې غيبت دوره پيل شوه او تر اوسه روانه ده. امام مهدي (عج) د خدايې پاک په حکم ددې دورې په پايې کښې راڅرګنديږي. معصومو امامانو په ډيرو روايتونو کښې ويلي دي چې د امام د ظهور او څرګنديدو لپاره وخت نۀ شو ټاکلی بلکې وخت يې يوازې خدايې پاک ته معلوم دی. او د خدايې په حکم به راڅرګنديږي او څوک چې وخت وټاکي دروغژن دی.

"فضيل" له امام محمد باقر عليه سلام څخه وپوښتل: ايا د امام مهدي (عج) د ظهور وخت

 

نويسنده:محمدرضا ربیعی نژاد |  جمعه یازدهم مرداد 1387 ادامه مطلب
موضوع: پشتو | لينک ثابت |

    د امام مهدي عليه السلام حکومت

له دې وروسته چې تورې وريځې له منځه لاړې شي نړۍ روښانه کوونکې نمر به مخ څرګند کړي او د صحرا او دښتو انتظار کوونکې سترګې به روښانه کړي.

هو! د يو سخت او ټول اړخيز جنګ وروسته چې د فساد، تباهۍ او نامردۍ په مقابله کښې وي د عدل حکومت به راورسي چې هر يو شې او هر يو څيز به په خپل ځاي کيږدي او د هر يو څيز حق به عدالت سره هغه ته ورکړي او اخر دا چې د نړۍ خلک به د داسې حکومت ليدونکي وي چې سر تر سره ټول عدل وي، او هيچا سره به ظلم زياتې نه کيږي.

 

نويسنده:محمدرضا ربیعی نژاد |  جمعه یازدهم مرداد 1387 ادامه مطلب
موضوع: پشتو | لينک ثابت |

    د امام زيږيدا او د هغې پټوالې
داسلام دولسم اسماني لارښود حضرت حجة ابن الحسن المهدي عليه السلام د 255هجري سپوږميز کال د شعبان په پنځلسمې نيټې دجمعې په ورځ سهار مهال په سامرا کښې د امام حسن عسکري عليه السلام په کور کښې دنيا ته راغی.[1] قدرمن پلار امام حسن عسکري عليه السلام او مور بي بي يې نرجس وه. چې سوسن او صيقل هم ورته وايي. دا بي بي د روم د باچا قيصر لمسۍ او د حضرت عيسی عليه السلام د حواري (ملګري) شمعون له نسله ده، بي بي نرجس دومره فضيلت لري چې د امام هادي عليه السلام خور بي بي حکيمې چې خپله د امامت د کورنۍ يوه لويه

 

نويسنده:محمدرضا ربیعی نژاد |  جمعه یازدهم مرداد 1387 ادامه مطلب
موضوع: پشتو | لينک ثابت |

    د حضرت امام مهدی عليه السلام د حکومت ځانګرتياوې
په مخکيښنيو برخو کې مو د  حضرت امام مهدي عليه السلام د حکومت هدفونه پروګرامونه او لاسته راړنو په حقله خبرې اترې وکړې په دې اخيري فصل کې د  حضرت امام مهدي عليه السلام ځينې نورې ځانګرتياوې غواړو چې تاسو ته روښانه کړولکه د  حضرت امام مهدي عليه السلام د حکومت حدود او د هغۀ د حکومت مرکز ، د حکومت موده، د حکومت چلوونکو کسانو طريقه، د هغو پيژنګلو او ورسره د حکومت ستر لارښود او مشر سيرت وغېره.

 

نويسنده:محمدرضا ربیعی نژاد |  جمعه یازدهم مرداد 1387 ادامه مطلب
موضوع: پشتو | لينک ثابت |

    په لنډ غيبت کښې د امام (ع) معجزې او کرامتونه

هغه کرامتونه چې د لنډ غيبت په دوران کښې امام کول، دامام د پيروانو ايمان به يې غښتلي کوو، له لرو لرو ځايونو څخه به خلق بغداد او سامرا ته راتلل او د امام خاصو نائبانو به امام ته بوتلل او امام به ورته ځينې کرامات څرګندول. په لنډ غيبت کښې د امام کرامتونه دومره زيات دي چې يو بيل کتاب ته اړتيا لري زۀ دلته د نمونې لپاره څو وړاندې کوم.

1: عيسی بن نصر وايي علي بن صميري امام ته ليک واستوۀ او ځان ته يې کفن وغوښت امام ورته په ځواب کښې وليکل تۀ به د هجرت په 280 کال او د اتياوو کالو په عمر کښې کفن ته حاجت ولرې. او لکه څنګه امام فرمايلي

 

نويسنده:محمدرضا ربیعی نژاد |  جمعه یازدهم مرداد 1387 ادامه مطلب
موضوع: پشتو | لينک ثابت |

    په بيلا بيلو دينونو او مذهبونو کښې په حضرت مهدي(عج) باندې عقيده

په الهي او نړيوال مصلح امام مهدي (عج)باندې عقيده په ډيرو مذهبونو او دينونو کښې موجوده ده او اهل سنت، اهل تشيع او حتی د نورو دينونو منونکي لکه يهود، نصاری، زرتشتيان اوهندوان هم د يو لويې الهي مصلح په څرګنديدو او راتللو عقيده او اعتراف لري او انتظا ر يې کوي.

په “ويد” کتاب کښې چې د هندوانو په نزد اسماني کتاب دی، راغلي دي د دنيا له خرابيدو ورسته به په اخره زمانه کښې يو باچا پيدا شي چې د مخلوقاتو لارښود به وي او نوم به يې منصور وي.[1] ټوله دنيا به ونيسي ټول خلق به په خپل دين راولي او مومنان او کافران به وپيژني.

 

نويسنده:محمدرضا ربیعی نژاد |  جمعه یازدهم مرداد 1387 ادامه مطلب
موضوع: پشتو | لينک ثابت |

    په اسلامي سرچينو کښې په امام (عج) عقيده
د اسلام عزتمن پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه و اله وسلم او همداراز هر يو امام څو څو ځله په بيلا بيلو ځايونو کښې د امام مهدي (عج)، د هغوي د لنډ او اوږد غيبت او د مختلفو ځانګړنو او خصوصياتو په حقله خبرې کړي او ډيرو پيروانو او راويانو دا حديثونه رانقل کړي دي. د “الامام المهدي عليه السلام” کتاب ليکونکي دداسې پنځوسو اصحابو نومونه اخستي دي چي له پيغمبره يې په دې حقله حديثونه نقل کړي او پنځوس نور کسان يې له تابعينو داسې ياد کړي چې د امام مهدي عليه السلام په حقله يې حديثونه رانقل کړي دي.[1]

 

نويسنده:محمدرضا ربیعی نژاد |  جمعه یازدهم مرداد 1387 ادامه مطلب
موضوع: پشتو | لينک ثابت |

    امام مهدی عليه السلام په يو نظر

د شيعه ؤ آخري امام او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  آخري خليفه او د اسلام دولسم آسماني لار ښود حضرت حجۃ بن حسن العسکري د 255 هجري سپوږميز کال د شعبان په پنځلسمې نيټې د جمعې په ورځ سهار مهال (وخت) (868  ږيږيدو نيټه) د عراق په يو ښار سامراء کښې دنيا ته راغے. .

د هغۀ قدرمن پلار، د مؤمنانو يولسم پيشوا  حضرت امام حسن عسکری عليه السلام او مور بي بي يې يوه قدرمنه ښځه وه چې نوم يې (نرجس) ؤ ـ

د هغې بي بي د اصل نسل په حقله بيلا بيل روايتونه ذکر شوي دي چې د يو روايت په مطابق دا بي بي د روم د باچا زوې

 

نويسنده:محمدرضا ربیعی نژاد |  جمعه یازدهم مرداد 1387 ادامه مطلب
موضوع: پشتو | لينک ثابت |

    امام مهدی (عليه السلام) قران او حديث په رڼا کې

الف: قرآن مجيد

قرآن مجيد د الهی تعليماتو اد بشر د اړتيا وړو ترټولو  تل پاتې کېدونکو حکمتونو او علمونو ترټولو اصلی او روښان سرچينه ده. دا هغه کتاب دے چې صحيح او رښتونے دے او د نړۍ تېر او راتلونکی خبرونه يې بيان کړی دی. او هيڅ يو حقيقت يې نه دے پرېښودے. البته دا خبره روښانه ده چې د عالمو د حقائقو ډېره غټه برخه د الهی ايتونو په ژورو کې پټه پرته ده او يواځې هغه کسان به پرې پوهيږی چې معنو ژورتيا ته يې رسائی شته او هغه د قران پاک حقيقی خاوندان او مفسران يعنې حضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه و اله وسلم) او د هغۀ پاک خاندان دے.

د خداے پاک د تر ټولو وروستی سفير پاڅون او انقلاب د نړۍ تر له لويو حقائقو څخه دے چې د

 

نويسنده:محمدرضا ربیعی نژاد |  جمعه یازدهم مرداد 1387 ادامه مطلب
موضوع: پشتو | لينک ثابت |

    امام مهدی (عليه السلام) له ولادت نه د امام حسن عسکری تر شهادت پورې

 

د امام مهدی (عليه السلام) د ژوند دغه دوره يو لړ زيات مهم ټکی لری چې ځينو ته پکې اشاره کوو

شيعه ؤ (پېروکارو) ته د امام مهدی (عليه السلام) پېژندګلو

له دې امله چې د دولسم امام زوکړه په پټه توګه وشوه ويره دا وه پېروکار به د خداے پاک د اخيری حجت په پېژندلو کې له اشتباه او ګمراهۍ سره مخامخ شی،امام حسن عسکری (عليه السلام) خپله وظيفه ولرله چې خپل زوے  د سترو شيعه ؤ ډلې او د اعتماد وړ کسانو ته معرفی کړی چې هغوی هم د ولادت

 

نويسنده:محمدرضا ربیعی نژاد |  جمعه یازدهم مرداد 1387 ادامه مطلب
موضوع: پشتو | لينک ثابت |

کپي برداري از مطالب وبلاگ فقط با ذکر منبع مجاز ميباشد .